امام زين العابدين (ع)په شام کښې

په شام کښې يې امام سره له خپلو څو نورو کسانو په تړلی حالت کښې د يزيد ماڼۍ ته بوتلل. امام په بهادرۍ او ميړانتيا سره يزيد ته مخ کړ او ويې ويل: "مَا ظَنُکَ بِرَسُولِ الله لَو دأنا مُوثقين فِی الحِبال..." (ای يزيده! څه دې خيال دی که د خدايې رسول مونږ په داسې تړلی حالت کښې ووينی" د امام په دې وړې او پريکنده جملې په ټولو حاضرانو دومره اثر وکړ چې په ژړا شول.[1]

يو مسلمان وايي: په شام کښې موجود ؤم چې د رسول د کورنۍ بنديان يې راوستل او د شام د بازار د جومات په مخکښې يې ودرول. د شام يو بوډا سړي وويل: د خداي شکر چې تاسو يې هلاک کړئ او فتنه يې مړه کړه. هم دا راز ډير بد رد يې وويل: کله يې چې خبره ختمه شوه امام سجاد عليه السلام ورته وويل ستا خبرې مې واوريدې خپله دښمني او ميرڅی دې څرګنده کړه اوس څنګه چې ما ستا خبرې واوريدې تۀ هم زما خبرې واوره.

هغۀ وې وايه.

امام وفرمايل: قران دې لوستی دی؟

هؤ لوستی مې دی،

دا ايت دې لوستی دی "قُلْ لا اَسْئَلُکُمْ عَليهِ اَجراً..." (ووايه ای پيغمبره(ص) زۀ له تاسو د خپلې پيغمبرۍ هيڅ بدله نۀ غواړم مګر دا چې زما له کورنۍ او خپلوانو سره مينه او محبت ولري)[2]

سړي وويل هؤ لوستی مې دی.

ښه نو د پيغمبر اهلبيت(ع) او کورنۍ مونږ يو. ايا دا ايت دې لوستی "ات ذا لقربی حقه"(د اقربا حق ورکړه)[3]

هو لوستی مې دی.

ښه ذوالقربی مونږ يو. بيا امام يو دوه ايتونه مثلا د تطهير ايت ولوستۀ او فرمایل چې دا ټول زمونږ په فضيلت کښې نازل شوي دي.

بوډا سړي اسمان ته لاسونه هسک کړل او درې وارې يې وويل: خدايه توبه مې وکړه. خدايه د پيغمبر له کورنۍ سره له دښمنۍ توبه کوم او د دوي له وژونکو کرکه کوم. ما مخکښې هم قران لوستی ؤ خو په دغو حقائقو نۀ ؤم خبر.

سرچینې

[1]  . تذکره الخواص ص 149

[2]  . سوره شوري ايه 23

[3]  . احتجاج طبرسي ص 167