اسلامي امت او د قبرونو او مزارونو جوړول

کله چې اسلام په جزيرت العرب کښې خپور شو او د هغۀ نُور د مېنځني ختيڅ مهمه برخه ورو ورو په خپل بر کښې ونيوه  نو په هغو ورځو کښې د هغو پېغمبرانو مزارونو چې د دفن ځاے يې معلوم ؤ چتونه، څپرونه بلکې ګنبدونه او بارګاه ګانې يې لرلې چې ځينې لا تر اوسه هم په هغه شکل کښې باقي پاتې دي. په مکه مکرمه کښې د حضرت اسماعيل عليه السلام او د هغۀ د مور بي بي هاجرې عليها السلام قبرونه په حِجر کښې راغلي دي، د دانيال پېغمبر عليه السلام مزار  د ايران په شوش ښار کښې، د حضرت هود، حضرت صالح، حضرت يونس او حضرت ذوالکفل عليهم السلام مزارونه  په عراق کښې دي او د حضرت ابراهيم، د هغۀ د زوے حضرت اسحق او همدا رنګ د حضرت يعقوب او د هغۀ د زوے حضرت يوسف عليهم السلام قبرونه چې ټول حضرت موسی عليه السلام له مصر نه بيت المقدس چې اوس د صهيونېسټانو په قبضه کښې دے راوړل. دغه ټول علامتونه او نښې نښانې لري. همدا رنګ د بي بي حوا عليها السلام قبر په جده کښې دے چې آثار يې د سعوديانو له تسلط نه  مخکښې ختم شوي دي. او دا چې دغې سيمې ته جده وائي ځکه چې هلته کښې د بي بي حوا عليها السلام د قبر موجودګي ده، اوس که دا نسبت صحيح وي يا نه. کله چې مسلمانانو دغه سيمه فتح کړه نو هيڅکله  د دغو اثارو په ليدو سره ناراضه نۀ شول او د هغو د ورانولو حکم يې جاري نۀ کړ.

که په رښتيا د قبرونو جوړول او جنازې په چت لرونکو مقبرو کښې ښخول د اسلام له نظره حرام وې نو مسلمانانو به له هر څه نه زيات دا خبره په ځان باندې لازمه ګڼله چې دغه مقبرې چې اردن او عراق ترې ډک دے ورانې کړي او په ټولو دورونو کښې د هغو له بيا جوړولو څخه سخت مخنيوے وکړي، په داسې حال کښې چې نۀ يوازې دغه مقبرې يې ورانې نۀ کړې بلکې د څوارلسو سوو کلونو په موده کښې يې د تېرو پېغمبرانو عليهم السلام د آثارو د تعمير او حفاظت لپاره کوششونه وکړل. هغوي په خداے ورکړې شوي عقل سره د پېغمبرانو د آثارو ساتنه او حفاظت د هغوي يو ډول احترام او تعظيم ګڼلے او په دې کار سره يې ځانونه د نېکو او صالحو کسانو په قطار کښې راوستي دي:

ابن تيميه په ((الصراط المستقيم)) کتاب کښې وائي: ((د بيت المقدس د فتحې په وخت د پېغمبرانو مزارونه موجود وو خو ورونه يې تر څلورمې هجري پېړۍ پورې تړلې شوي وو.))[1]  که په رښتيا په قبرونو باندې عمارت جوړول حرام عمل وې نو پکار دي چې ورانول يې يو فرض کار وې او د هغو ورونه تړل د هغو د باقي پرېښودو جواز نۀ وې او دا کار په ټولو مسلمانانو باندې واجب شوے وې چې په بېلچو او ګېنترو سره يې د هغو چتونه او بنيادونه نړولې وې او هغه يې په کامله توګه ويجاړ کړې وې.

لنډه دا چې د دغې مودې په دوران کښې د اسلام د عالمانو او مشرانو د سترګو په وړاندې  د دغو مزارونو او ګنبدونو شتون خپله  د اسلام په مقدس دين کښې د هغو د جائز کېدو يو غټ جواز دے.

 

[1]  - کشف الارتياب ، 384 مخ

کلیدي کلمې: