آيا د خداے پاک د اولياؤ د ولادت او شهادت ورځې نمانځل بدعت دے؟

وهابيان د خداے پاک د اولياؤ او اسماني نازوليو هستيو عليهم السلام د ولادت او شهادت ورځې نمانځل او د هغوي د ولادت او وفات په ورځو کښې غونډې تر سره کول بدعت او حرام ګڼي لکه چې  د خداے تعالی د وليانو او د ديني بزرګانو سخت دښمنان دي.

د «انصار السنة المحمّديه» انجمن مشر ښاغلے محمد حامد فقي د «الفتح المجيد» کتاب په لمن ليک کښې ليکي:

«اَلذِّکْرِيّاتُ الَّتي مَلأتِ الْبِلادَ بِاسْمِ اْلأَوْلِياءِ هِيَ نوعٌ مِنَ الْعِبادَةِ لَهُمْ وَتَعْظِيمِهِمْ.»[1]

«د خداے تعالی د اولياؤ د ولادت په ورځو کښې جشن تر سره کول يا د هغوي د وفات او شهادت ورځې نمانځل د هغوي عبادت او بندګي نۀ ده بلکې په حقيقت کښې د هغوي په حقله يو رنګ درناوے حسابيږي.»

د وهابيانو د ټولو غلطيانو جرړه يو ټکے دے او هغه دا چې: هغوي د شرک او توحيد لپاره په تيره بيا د عبادت د مفهوم لپاره څه حد او پوله نه ده ټاکلې په همدې وجه د هر ډول نمانځلو ته د عبادت په سترګه ګوري.

لکه څرنګه تاسو ته پته ده چې هغوي په خپلو خبروکښې د «عبادت» او «تعظيم» ټکي له يو بل سره په څنګ کښې راوړي دي او دا سوچ کوي چې د دواړو ټکو معنا يوه ده.

مونږ غواړو په راتلونکې برخه کښې د عبادت د معنې تفصيل بيان کړو او دا خبره په ډاګه کړو چې د خداے پاک د نېکو بندګانو هر ډول درناوے دې ټکي ته په پام سره چې هغوي د خداے پاک بندګان دي، هيڅکه د هغوي (نېکو بندګانو) عبادت نۀ شي ګڼل کېدې، له همدې امله دا بحث په عبادت کښې له شرک نه علاوه  له بل اړخه څېړو.

په دې کښې هيڅ شک نشته چې قران شريف تل ځينې انبياء او اولياء په فصيحو او بليغو جملو سره ستايلي دي.

قران پاک د حضرت زکريا عليه السلام او حضرت يحيي عليه السلام وغېره په حقله فرمائې:

«اِنَّهُمْ کانُوا يُسارِعُونَ فِي الْخَيْراتِ وَيَدْعُونَنا رَغَباً وَرَهَباً وَکانُوا لَنا خاشِعينَ »[2]

«هغوي به د نېکو کارونو په حقله تلوار او بيړه کوله او په هيلې او ويرې سره به يې له مونږ څخه سوال کوۀ او زمونږ په مخکښې به خاشع او تسليم وو.»

خوکه اوس څوک په هغو مجلسونو او محفلونو کښې چې د هغو پېغمبرانو عليهم السلام په ياد کښې تر سره کيږي.هغوي د دې ايت  په مضمون سره  يا د دې په شان په نورو ايتونو سره وستائي او له دې لارې د هغوي درناوے وکړي. نو آيا د قران پاک له پيروۍ نه بغېر څه بل کار به يې کړے وي؟

خداے پاک  د رسول الله صلی الله عليه واله وسلم د کورنۍ په حقله داسې فرمائي:

«وَيُطْعِمُونَ الطَّعامَ عَلي حُبِّهِ مِسْکِيناً وَيَتِيماً وَاَسِيراً»[3]

«او سره له دې چې خواړۀ  ورباندې ګران دي، خو بيا هم هغه مسکينانو او يتيمانو او اسيرانو ته ورکوي.»

نو که اوس د حضرت علي عليه السلام  منوونکي د هغه حضرت د ولادت په ورځ سره يو ځاے راټول شي او ووائې: چې علي عليه السلام هغه کس دے چې (هغۀ او کورنۍ يې) باوجود د دې چې درې ورځې يې روژه نيولې وه او خپله يې ډوډۍ ته ضرورت وۀ خو هغه يې يوه ورځ غريب کس ته بله ورځ يتيم کس ته او په دريمه ورځ قيدي کس ته ورکړه او دا ايت يې په شان کښې نازل شو نو ايا (په دې خبرې سره) يې د هغه حضرت عبادت کړے دے ؟

همدا رنګ که د پېغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم د ميلاد او زوکړې په ورځ هغه ايتونه چې خداے پاک پکښې پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  ستايلے دے په بله ژبه کښې ترجمه کړو يا د شعر په شکل کښې يې وليکو او په يو محفل کښې يې ووايو نو ايا دا به  مو حرام کار کړے وي؟ !

نو کوم کسان چې دا اعتراض کوي ايا هغوي د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم او د خداے پاک  د اولياؤ دښمنان نۀ دي چې « له بدعتونو سره د مقابلی» په بهانه د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم او د خداے پاک د نورو اولياؤ او نازولو له درناوي کولو څخه خلق منعې کوي؟ !

دلته پکار دي دا خبره وکړو چې د وهابيانو ډېر ډنډورچيان په دې خبره باندې ډېر زور راوړي او تکيه پرې کوي  چې: له دې امله چې دا مجلسونه او محفلونه د مذهب په نوم تر سره کيږي او ورته د اسلاميت نسبت ورکولے شي نو پکار دي د اسلام د دين لخوا په خصوصي توګه يا په عمومي توګه تائيد شي او که تائيد نه شي نو «بدعت» او «حرام»  کار دے.

د دې خبرې ځواب ډېر روښانه او څرګند دے ځکه چې د قران شريف هغه ايتونه چې په مونږ باندې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم احترام او درناوے لازموي په دې اړه بس دي چې د دا ډول مجلسونه د اسماني کسانو د درناوې په عنوان تر سره کيږي، او بدعت هغه څيز ته ويل کيږي چې هغه قران پاک او يا د پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم سنتو په عمومي توګه يا په خصوصي توګه نۀ وي تائيد کړے.

د دا ډول مجلسونو چې د نړۍ تقريباً ټول خلق ېې د خپلو بزرګانو په حقله تر سره کوي، مقصد يې يوازې د هغوي قدرونه او احترام دے او له يو موټي اوچ کړس مذهبي کسانو نه بغېر د نړی په ټولو مسلمانانوکښې يوه رائجه او د معمول چاره ده او که بدعت او يا نوے کار وې او د اسلام له اصولو سره سم نه وې نو ممکنه نه وه چې مسلمانان په مختلفو زمانو او مختلفو وختونو کښې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه وآله وسلم د زوکړې چشن يعنې ميلاد تر سره کړي او د هغه پاک ذات په شعرونو، قصيدو او نعتونو سره وستائي او په هغو سره خپلو مجلسونو ته زينت او ښکلا ورکړي.

له قران پاکه د ميلاداو شهادت د نمانځلو دليلونه

وړومبے دليل:

قران پاک هغه کسان  چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم احترام او عزت کوي ستائي او په دې حقله فرمايي: «فَالَّذينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَبَعُوا النُّورَ الَّذِي اُنزِلَ مَعَهُ اُولئِکَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ»[4]  

«هغه کسان چې په پېغمبر يې ايمان راوړۀ او هغۀ ته يې عزت ورکړ او د هغۀ مرسته يې وکړه او له هغه نور (قران پاک) څخه  چې  خداے تعالی هغه ته استولے دے  پيروي وکړه  نو هغه کسان بريالي دي.»

په دې مبارک ايت کښې دا جملې راغلي دي: 1 ـ آمنوا به 2 ـ عَزَّروه 3 ـ نصروه 4 ـ واتَّبعوا النّور . . . .

ايا څوک شته چې هغه دا ګومان وکړي  چې دا جملې: آمنوا به، نصروه، واتَّبعوا النور، د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم زماني سره مخصوصې دي؟ نو هيڅکله ناممکنه خبره ده،نو بس هر کله چې د دې دريو جملو په حقله څوک داسې ګومان نۀ شي کولې نو يقيناً د «عزَّروه» په حقله، چې د تعظيم او درناوي په معنا دے[5]  هم څوک دا احتمال نۀ شي ورکولے چې دا به د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له زمانې سره خاص وي او دا ستر لارښود پکار ندي تل د احترام او تعظيم وړ وګرځي.

نو ايا د بعثت او د ولادت په ورځو کښې د هغوي په ياد کښې مجلسونه جوړول، د ويناؤ کول، د شعرونه او قصيدو او نعتونو ويل د « وعزّروه » جملې څرګند مصداق نۀ دے؟

ډېره د حېرانۍ خبره ده چې وهابيان د خپلو مشرانو او حاکمانو په مخکښې داسې تعظيم او داسې سرونه ټيټوي او د يو معمولي انسان داسې درناوے کوي چې د هغه يو سلم (1٪) هم د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم يا د هغوي د منبر او محراب په حقله درناوے بدعت ګڼي او په نتيجه کښې د نړيوالو په مخکښې د اسلام د مبين دين سپکاوے کوي او په دې طريقې سره دا همه ګيږ، نړيوال او له هر دور سره سمون خوړونکے دين يو اوچ کړس او له احساس او عاطفې نه تش يو دين معرفي کوي او هغه شريعت چې ډېر اسان او د بشر د فطرت او عواطفو سره سم  دے او د خلقو په جذبولوکښې لوړ نظر لري هغه يو اوچ مذهب او د خپلو بزرګانو په تعظيم او درناوي باندې سترګې پټوونکے او د دنيا د خلقو د جذبولو وس نه لرونکے،دين معرفي کوي.

دويم  دليل:

وهابيان او سلفيان چې د خداے پاک په لاره کښې شهيد شويو کسانو لپاره د غم او وير د مجلسونو د جوړولو مخالف دي، د حضرت يعقوب عليه السلام د قيصې په هکله څه واېي؟

که دغه لوړ رتبه پېغمبر نن د نجديانو او د محمد بن عبدالوهاب د پېروکارو ترمېنځ موجود وې نو د هغه په هکله به ېې څۀ ډول فېصله کوله؟

هغۀ به شپه او ورځ د يوسف عليه السلام په جدائې او فراق کښې ژړا کوله او له هر چا نه به يې د هغۀ په حقله پوښتنه کوله. هغۀ د خپل ګران زوے  يوسف عليه  السلام  په جدائې کښې دومره  ژړا وکړه چې په سترګو باندې معذور شو او د سترګو نور يې لاړ.[6]

د حضرت يعقوب عليه السلام بيماري او د نظر ختميدل يې د يوسف عليه السلام د هېرېدو سبب ونه ګرځيد، بلکې څومره هم به چې د ملاقات وخت نزدې کېدۀ نو هومره به يې د ګران او خوږ زوے مينه او عشق په زړه کښې زياتيدۀ، د همدې امله يې د حضرت يوسف عليه السلام بوي له ډېر لرې بويوۀ.[7] او په ځاے د دې چې ستورے (يوسف) د نمر (يعقوب) په لټه کښې وې بلکې د هغه د يوسف عليه السلام په لټه  کښې ؤ.

خو بيا هم داسې مينه او په دغه مينه کښې ژړا او وير دې په ژوند کښې صحيح او عېن  توحيد وي خو پس له مرګه دې چې د انسان زړۀ ډير سوزي او غمجن او ناارامه وي، جرم او شرک وي؟ !

نو اوس که  زمونږ د زمانې يعقوبان  هر کال د خپلو يوسفانو د شهادت په ورځو کښې راټول شي او د هغوي د فضيلت  او نيکو اخلاقو په حقله خبرې وکړي او د غم او خفګان په وجه لږې اوښکې توې کړي نو ايا په دې کار سره يې د خپلو زامنو عبادت کړے دے؟[8]

دريم دليل:

په دې کښې شک نشته چې له ذوی القربی سره مينه او مودت يوه اسلامي فريضه ده چې قران شريف په ډاګه او واضحه توګه مونږ دغې مېنې  ته بللي يو خو که اوس څوک په دې اسلامي او مذهبي فريضي پس له څوارلسو پېړيو عمل وکړي نو څه پکار دي چې وکړي؟ ايا له دې نه بغېر بله کومه لاره شته چې د هغوي د ولادت د خوشحالۍ په ورځو کښې خوشحاله شي او د هغوي د شهادت په ورځو کښې غمجن شي؟

او که دخپلې خوشحالۍ څرګندونې لپاره يو مجلس جوړ کړي چې په هغه محفل کښې د هغوي د ژوند، تاريخ او د هغوي قربانۍ بيان کړي او يا د هغوي مظلوميت او له خپلو اصلي حقوقو څخه محروميت بيان کړي نو ايا د ذوی القربی سره د مينی او مودت د څرګندوني نه بغېر څه بل څه کار يې کړے دے ؟

او که داسې کس د خپلې زياتې مينې د څرګندوني  لپاره  د هغوي مزار ته  لاړ شي او د هغوي مبارکو قبرونو ته حاضر شي او دا ډول مجلسونه د هغو پاکو هستيو د قبرونو تر څنګه تر سره کړي نو د نړۍ د عاقلانو او پوهانو په نظر کښې يې د مينې او مودت له څرګندونې نه بغېر څه بل کار کړے دے؟!  مګردا چې وهابيان  وائي چې مينه او مودت پکار دي په سينو کښې پټ پاتي شي او هيڅوک هم د دې مينې او مودت د څرګندوني حق نه لري.

د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم په زمانه کښې او پس له هغه حضرت نه چې د عقيدو، نظرياتو او فکرونو د بدليدو زمانه وه. مختلف ملتونه او قومونه له خپلو مختلفو او ډول ډول ادابو او رسمونو سره اسلام ته راننوتل او د شهادتين د کلمي له ويلو سره د هغوي اسلام ته راننوتنه قبلېده. او هيڅکله د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم او له هغوي نه د پس رهبرانو او امامانو مقصد او اراده دا نه وه چې د ملتونو او مختلفو قومونو په ټولو ادابو، رسوماتو او کلتوري چارو باندې سېنسر ولګوي او بدلې يې کړي او په داسې شکل کښې يې راولي چې هډو له تېرو قالبونو سره هډو څه يوشانوالے و نۀ لري.

د خپلو مشرانو او بزرګانو عزت، احترام، د هغوي په ياد کښې مجلسونه تر سره کول، د هغوي قبرونو ته حاضرېدل او د هغوي له نښو نښانو سره مينه کول د نړۍ د ټولو ملتونو او قومونو معمول ؤ او دے. او همدا اوس هم د ختيځ او لويديځ قومونه د خپلو وفات شويو کسانو د مومي بدنونو زيارت لپاره او د خپلو مشرانو او مرشدانو د دفن د ځايونو د زيارت لپاره په ګېنټو ګېنټو په قطار کښې ودريږي ان تر دې چې د خپلو مړيو د قبرونو خوا و شا کښې له هغو سره د مينې څرګندونه وکړي او له خپلو سترګو نه اوښکې اوبيوي. او دا کار يو ډول احترام چې د انسان په زړه کښې جرړه لري حسابيږي.

کله هم داسې نه دي شوي چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه واله وسلم دې وړومبې د خلقو عقيدې څيړلې وي او د هغوي د ژوند د ادابو او رسوماتو د څيړلو نه پس يې د هغوي اسلام قبول کړي وي.، بلکې شهادتين کلمې په ويلو به يې بسنه کوله او که دغه رسومات او اداب حرام يا د مشرانو عبادت  وې نو پکار دي پېغمبر صلی الله عليه واله وسلم وړومبې له هغو عهد او بيعت اخستې چې دا کارونه به نه کوئ او بيا هله يې د هغوي اسلام قبلولې. حال دا چې خبره بالکل داسې نه وه.

څلورم  دليل:

مونږ وينو چې حضرت عيسې عليه السلام له لوے خدايه اسماني خوراک (دسترخوان) غواړي او د هغه خوراک د نازليدو ورځ  د اختر ورځ معرفي کوي او فرمايي:

«رَبَّنا أَنْزِلْ عَلَيْنا مائدَةً مَنَ السَّماءِ تَکُونُ لَنا عيداً لاِوََّلِنا وَآخِرنا وَآيةً مِنْکَ وَارْزُقْنا وَاَنْتَ خَيْرُ الرّازِقِينَ. »[9]

«پروردګارا! مونږ لره له اسمانه يو دسترخوان (خواړۀ) راوليږه چې زمونږ وړومبنيو او وروستنيو لپاره اختر او ستا له لورې يوه نخښه وي مونږ ته روزې راکړې ځکه چې ته  بهترين روزي ورکوونکے يې.»

نو ايا د پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم د وجود مبارک ارزښت له يو اسماني دسترخوان او خوراک څخه هم لږ دے چې حضرت عيسی عليه  السلام د هغه د نازليدو ورځ ته د اختر او خوشحالۍ ورځ وويله (او نه فقط د هغې ورځې لپاره بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره يې هم د اختر ورځ وبلله) که د هغې ورځې اختر ټاکل له دې لامله وي چې مايده  اودسترخوان د خداے پاک ايت او نخښه ده نو ايا پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم (چې ټول کائنات يې له مخې پېدا دي( يوه لويه او عظيمه نخښه او ايت نه دے.

افسوس دې وي په هغو کسانو چې د اسماني دسترخوان او مائدې چې يوازې خېټه ډکوي د نازليدو په ورځ خوشحالي کولو ته تيار دي خو د قران پاک د نزول او د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  دبعثت چې د تاريخ په اوږدو کښې د انسان تفکر ته تکامل بخښي له ورځې څخه په بې پروائۍ سره تېريږي او که بل څوک په داسې يوه ورځ خوشحالي او جشن تر سره کوي نو بيا هغه ته بدعت وائې او حرام يې بلي.

پينځم دليل

قران پاک فرمائې: «وَرَفَعْنا لَکَ ذِکْرَک»[10] «(اے رسوله) ستا ذکر او ياد مو په نړۍ کښې اوچت کړ»

ايا د پيغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د نېکمرغه  ميلاد په ورځ د جشن جوړول د هغۀ د نوم او ياد له اوچتولو نه بغېر بله کومه نتيجه لري؟ په دې حقله  مونږ ولې د قران پاک پيروي نه کوو مګر قران پاک مونږ لره اسوه او نمونه نۀ ده؟

 

[1] . فتح المجيد کتاب، 154 مخ

[2] . سوره انبياء 90 ايت

[3] . سورۀ دهر 8 ايت

[4] . سوره اعراف: 157 ايت

[5] .  مفردات قران راغب کتاب، ماده «عزّر»  ته رجوع وکړئ.

[6] . «وَابْيَضَّتْ عَيْناهُ مِنَ الْحُزْن»، سوره يوسف: 84 ايت

[7] . «اِنّي لاَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلا أَنْ تُفَنِّدُونِ»،  سوره يوسف : ايت 94

[8] . له دې نه علاوه ډير متواتر روايتونه د اهل بيتو عليهم السلام د مظلومو کسانو لپاره د عزادارۍ د تر سره کولو شته دي او ارواښاد علامه اميني د هغو روايتوو يوه برخه چې د اهل سنتو په کتابونو کې راغلي دي، په خپل کتاب «سيرتنا وسنّتنا» کې راټول کړي دي.

[9] . سوره مائده : 114 ايت

[10] . سوره انشراح : 4 ايت

کلیدي کلمې: