آيا خلکو امام حسين نه پيژانده

ايا د هغه وخت مسلمانانو امام حسين نه پيژانده؟ که پيژنده يې نو ولې يو شمير کسان له هغه سره جنګ ته لاړل او ځينې نور بيا غلي کيناستل؟ او که نه يې پيژانده ايا په هغوي کې لا داسې کسان نه وو چې د امام حسين په باره کې د پيغمبر اقوال او حديثونه نقل کړي او يا له هغه حضرت سره د رسول الله مبارک چلند خلکو ته بيان کړي؟

لکه څرنګه چې امام حسين د عاشورا د ورځې په ماسپښين خلکو ته وفرمايل: که ما نه پيژنئ او يا نه يئ خبر چې پيغمبر زما په هکله څه فرمايلي دي په تاسو کې لا داسې اصحاب (لکه جابر بن عبد الله انصاری، زيد بن ارقم او انس بن مالک) شته،  لاړ  شئ او له هغوي پوښتنه وکړئ.[32] و[33] او که خبر يئ او اوريدلي مو وي نو ولې مو په مونږ تورې راويستلي دي او زمونږ وژلو ته مو ملا تړلې ده.

د امام حسين د خبرو مطلب دا دے چې هغوي ښه پوهيدل چې د امام حسين مور او پلار څنګه خلک وو. او تر دې زيات پوهيدل او د هغه حضرت په هکله يې د خداي د رسول خبرې او حديثونه اوريدلي وو او خبر وو چې پيغمبر فرمايلي دي: الحسن و الحسين سيدا شباب اهل الجنة و انهما امامان قاما او قعدا[34] امام حسن او امام حسين د جنت د ځوانانو سرداران دي او دا دوه امامان دي که قيام وکړي او که کښيني. خو دغه پيژندنې د هغوې لپاره څه ګټۀ نه لرله ځکه چې هغه علم او پوهه فايده منه ده چې ورسره ايمان. منل، تسليم او پابنده پاتي کيدل وي. په بله معنا که مونږ دا منو چې امام حسين، امام دے او د هغه د امر بايد اطاعت وشي. نو پکار ده چې امر يې ومنو. لکه څرنګه چې په زيارت عاشورا کې راغلي دي (هغه خداي چې مونږ ته يې دا کرامت راکړ چې امام حسين وپيژنو) نن هم داسې کسان شته چې د اسلام او تشيع ادعا کوي او وايي چې امام حسين پيژني خو له امام حسينه پردي دي لکه څرنګه چې په هغه وخت کې هم بي له کابو دوه اويا[35] کسانو نورو ټولو امام حسين يوازې پريښود.

ظاهري مسلمانان

د امام حسين د وخت ځينې خلکو لکه د ابوسفيان کورنۍ په خداي دين او پيغمبر ايمان نه درلود او يوازې  په ظاهره يې اسلام منلے و.

مثلا د عثمان د حکومت په لومړيو ورځو کې يوه ورځ ابوسفيان د احد هديرې ته راغے او غږ يې وکړ. (يا اهل القبور الذي کنتم تقاتلونا عليه صار بايدينا و انتم رميم) اي د قبر خاوندانو هغه څه چې د هغې په خاطر له مونږ سره جنګيدئ نن زمونږ په لاس کې دي او تاسو له خاورو لاندې وراسته شوئ. هغه باروي وو چې پيغمبر او بني هاشم د حکومت په سر له هغوي سره جنګيدلي دي او خداي او وحي نيشته.

همدا راز په هغه ورځ چې له عثمان سره يې بيعت وکړ ابوسفيان د هغه په کور کې بني اميه وو ته وويل اي زما خپلوانو اي بني اميه وو! هغه خلافت چې نن زمونږ لاس ته راغلے په کلکه يې وساتئ قسم په هغه کس چې ابوسفيان پرې قسم خوري نه جنت شته او نه دوزخ حکومت يوازې څو ورځې د بني هاشمو په لاس کې و او نن بيا زمونږ په لاس کې دے. همدا راز کله يې چې د امام حسين سر د يزيد په مخکې کې کيښود هغه د نشې په حالت کې کفريه شعرونه وويل. د بني اميه وو په هکله په زيارت عاشورا کې راغلي دي: اللهم العن بن امية قاطبة، اي خدايه په ټولو بني اميه وو لعنت وکړه. ځکه چې هغه داسې کسان وو چې په خداي او قيامت يې ايمان نه درلود بلکه په ظاهره يې اسلام قبول کړے و چې سر يې سلامت پاتې شي او وروسته بيا د اسلام په نامه په مسلمانانو حکومت وکړے شي. يو شمير داسې وو خو د هغوي شمير زيات نه و. ځينې نور بيا داسې وو چې اهل بيت يې پيژندل او په اسلام يې ايمان راوړے و او د هغه احکام يې اجرا کول هغوي په جنګونو او جهادونو کې برخه اخستې وه او خپل مالونه به يې د اسلام په لا ره کې خرچ کول. خو کار يې يو اشکال او مشکل لرلو او هغه دا چې له اسلام او قران سره د هغوي دلچسپي په يو شرط وه. قران مجيد د دغو کسانو په هکله فرمايي:

[36] (او په خلکو کې يو کس داسې دے چې خداي يوازې په يو حال مني نو که خير ورته ورسيږي په خداي اطمينان لري او که يوه فتنه ورته ورسيږي له خدايه مخ اړوي. په دنيا او اخرت کې يې تاوان کړے دے)

په هره زمانه کې د دغه ډول کسانو شمير کم نه دے. د خداي عبادت کوي او لمونځونه او روژې هم نيسي خو د دوي عبادت کول يوازې په يو حالت کې دی چې که دغه حالت بدل شي نور خداي نه مني. دوي يوازې په دې بڼه کې خداي مني چې دين يې له دنيا سره غږمله وي. دوي د هغو کسانو په شان دي چې د يو ګړنګ په غاړه ولاړ دي او د پريوتولو په حال کي دي. که حالات کرار او د هغوي په طبعه برابر وي او توپان او زول نه وي دينداره مسلمان او انقلابي وي، خو که حالات بدل شول او کومه فتنه پيدا شوه او د دوي ارام او هوساينه ختمه شوه په  ګړنګ کې غورځيږي. د قران په وينا دغه کسان هم دنيا له لاسه ور کوي او هم اخرت، دنيا له لاسه ورکوي ځکه چې د عمر يوه برخه يې د خداي په عبادت او د دين په اوامرو په عمل کولو کې تيره شوې خو دغه عملونو ورته فايده نه ده کړې. او اخرت له لاسه ورکوي ځکه چې حقيقي ايمان يې نه دے لرلے. او د فتنې په وخت او سختۍ کې يې د خدای له عبادته لاس اخستے دے. هغه کسان چې په کوفه کې يې له مسلم سره بيعت وکړ. اول په خپل کار کې ډير سنجيده وو دوي له دې مخکې هم امام حسين ته _ د يو روايت مطابق دولس زره ليکونه _ ليکلي وو او له زړه يې له امامه غوښتي وو چې کوفې ته لاړ شي. که څه هم په دوي کې ډير کسان د امام علي په خلافت هم راضي نه وو خو د معاويه د حکومت په پرتله او د هغوي په بچيانو د معاويه زياتو ظلمونو ته په پام سره د حضرت علی (ع) د بچيانو په حکومت راضي شول. حال دا چې د مدينې مکې او د نورو اسلامي صوبو خلکو له يزيد سره بيعت کړے و. د کوفې خلکو غوښتل چې امام حسين هلته ورشي او دوي ورسره بيعت وکړي. خو په دې شرط چې کوم جنګ نه وي او وژله نه وي او د هغوي پوزيشن په خطر کې ونه لويږي. خو کله چې عبيد الله بن زياد د امام حسين ملګري يو په بل پسې ونيول او يو شمير يې په زندانونو کې واچول او وې وژل او هغه څه چې د کوفې خلکو غوښتل ونه شول له خپلې بلنې وغړيدل، عمر بن سعد هم د امام حسين له وژلو سره ډيره دلچسپي نه درلوده خو له څه مودې راهسې د رئ په حکومت د هغه د ګورنر کيدو خبره کيده. نو کله چې دا حالات پيدا شول يزيد له هغه سره شرط کيښود چې که د رئ حکومت غواړې بايد امام حسين ووژنې. هغه حتیٰ له دې وروسته چې شرط يې ومانه ډاډه نه و چې خبره به له امام حسين سره جنګ ته ورسيږي. هغه ګومان کاوه چې کله له ديرشو زرو سپايانو سره[37] د امام حسين له  دوو سوو يا يو نيم سل کسانو مخې ته ودريږي، هغوي به تسليم شي او بيا به امام حسين هم يزيد ته واستوي، له دې امله يې د محرم په لومړيو لسو ورځو کې له امام حسين سره ملاقاتونه وکړل او هڅه يې وکړه چې دغه کار وکاندي. هغه عبيد الله بن زياد ته وليکل چې حسين ابن علي به کوفې ته راولو او لاس به يې د امير په لاس کې ورکړو، د عمر ابن سعد ډير لښکريان هم په دې اراده راغلي وو، نه د امام حسين د وژلو په اراده.

په دې ډول کله چې انسان په غلطه لاره کې ګام ږدي او د خداي له دشمنانو سره ساز باز ته غاړه ږدي ورو ورو داسې ګړنګونو ته لويږي چې ګومان يې نه کوي.

د  علي (ع) ملګري، د حسين (ع) قاتلان!

کوفيانو کلونه کلونه امام حسين د حضرت علي په څنګ کې ليدلے و کوفه د حضرت علي د حکومت پلازمينه وه حضرت امير کلونه په دغه ښار کې لمونځ ورکړے و نصيحتونه او موعظې يې کړې وې د محرومانو مرسته او د يتيمانو او کونډو رنډو سرپرستي يې کړې وه. ډير هغه کسان چې د امام حسين وژلو ته راغلي وو کلونه کلونه د امام علي په څنګ کې له معاويه سره جنګيدلي وو. دوي هيڅ کله دا ګومان نه کاوه چې يوه ورځ به راشي او د امام حسين وژلو ته به ملا وتړي.

خداي تعالی فرمايي:[38] (او کله چې ورته کومه فتنه ورسيږي مخ اړوي)

سست عنصره او د کمزوري ايمان خلک له اوله بد نيت نه لري، غواړي چې د هدايت په لاره لاړ شي او د خداي خبره ومني. دوي د خداي عبادت هم کوي خو دوي يوازې په خاصو شرايطو کې ايمان لري، او په بله ژبه هميشه خداي پالي نه وي: [39] په خلکو کې داسې کس دے چې د خداي يوازې په يو حال عبادت کوي) له دې امله په مونږ کې هر انسان بايد فکرمند ووسي چې داسې نه وي، زمونږ عبادت هم مشروط وي. د امام حسين حقيقی پيروان لکه څرنګه چې په زيارت عاشورا کې هم راغلي دي. د هغه حضرت د دوستانو دوست او د هغه د دشمنانو دشمن دي. او د خداي شکر کوي چې دا دښمني يې د هغوي په زړه کې ايښې ده. او له خدايه غواړي چې هم له امام حسين سره د هغوي مينه زياته کړي او هم يې له دښمنانو سره په زړه کې د دښمنۍ اور. له همدې امله په زيارت عاشورا کې په امام حسين له سلامه مخکې د هغه په دښمنانو لعنت وايو. متاسفانه نن سبا په هغه کسانو کې چې ځانته شيعه وايي داسې کسان پيدا شوي دي چې باور لري دا زيارت نامه بايد بدله شي او لعنتونه ترې ليرې کړے شي، ځکه چې د تاو تريخوالي دوران اوس تير شوے دے. نن سبا حتیٰ دښمنانو ته هم بايد وخاندو. حال دا چې همدا دښمنانو ته خندل او ورين تندے و چې د اسلامي هيواد په ځينو سيمو کې يې د انحراف زمينې برابرې کړې. متاسفانه په ځينو ځايونو کې د هلک او جينۍ د ناجايز معاشرت، د کفريه دودونو د ژوندي کيدو د نشه ايزو موادو او شرابو د استعمال او د مبتذلو فلمونو د استفادې زمينه، ځوانانو ته برابره شوې ده. ځکه چې د تساهل او تسامح د کلتور په دوديدو سره له دښمنانو سره د دښمنۍ روحيه کمزورې شوې ده. او کله چې دوي دښمنانو ته وخاندي له هغوي سره به معاشرت او ناسته پاسته کوي او په نتيجه کې به د هغوي اخلاقی کړه، او کلتور هم ومني.

د حقيقي مومنانو جاذبه او دافعه

د انسان بدن لکه څرنګه چې بايد مفيد مواد ځانته جذب کړي د زهرجنو موادو په وړاندې هم بايد دافعه ولري. ځکه چې په هماغه اندازه چې ګټه ورو موادو ته اړتيا لري د زهرونو ليرې کولو ته هم ضرورت لري. که د انسان پښتورګي او کولمې سم کار ونه کړي او له بدنه زهرجن مواد ونه وځي. انسان مسموم کيږي او اخر مري. نو په دې اساس جاذبه په هر ځاي کې پکار نه راځي بلکه له دشمنانو سره بايد له دافعې کار واخستل شي او د خداي شکر وويستل شي چې مونږ ته يې د پيغمبر له کورنۍ سره پر دوستۍ سر بيره د هغوي له دښمنانو سره دښمني هم راکړې ده. بايد زيارت عاشورا ولولو او اول په دښمنانو لعنت ووايو. دا هغه بند دے چې له دښمنانانو سره د کلتوري اميزش او ګډيدو، او پر موږ د هغوي د اخلاقو او کړونو د اثر مخه نيسي. کله چې دا بند مات شي يا پکې درز پيدا شي د هغوي کلتور ورو ورو په مونږ کې نفوذ کوي او په لاشعوري ډول په ټولنه کې په غالب کلتور بدليږي. او دا هماغه خطر و چې مسلمانان يې د پيغمبر له وفاته پنځوس کاله وروسته وګواښل. البته دا ګواښ له هماغه ورځې چې پيغمبر وفات شو پيل شو. او په هغه ورځ اوج ته ورسيد چې د پيغمبر د ښار خلکو د هغه د زيږنځاي تر څنګ له داسې کس سره بيعت وکړ چې په شرابخورۍ مشهور و. د مدينې خلکو _ بې له څو کسانو _ د يزيد بيعت وکړ او هغه يې د پيغمبر په ځاي کښيناوه.

دوهم عامل هغه هوسونه او خواهشات وو چې دوي هيله لرله په دغه بيعت سره يې حاصل کړي. انسان سره له دې چې سمه لاره پيژني او په کلونو کلونو پرې تللے وي خو د زړه په تل کې يې داسې ارمانونه پټ وي چې د ژوند په مختلفو شرايطو کې ورته د ښکاره کيدو فرصت په لاس نه ورغلے. او يوه ورځ دغه ارمانونه غوټۍ وکړي. او په زړه کړو ښکاره شي. او په ظاهريدو سره د انسان په کړو اثر کوي. فيصلې په ترديدونو او شکونو او پرمختګ په شاتګونو او قهقرا بدلوي. او په نتيجه کې انسان د خپل علم او معرفت په اپوټه عمل کوي. دا ګروهنې او ناپيژاندې غوښتنې او ارمانونه چې پخپله ترې انسان نه وي خبر په خاصو شرايطو کې فعاليږي او انسان وسوسه کوي.

قران مجيد دغو ټولو وسوسو ته چې انسان د حق او هدايت د لارې او د دين د مخکښانو په وړاندې عاصي او بې لارې کوي او د حق له لارې يې غړوي دنيا طلبي وايي.

نو اجمالا ويلے شو چې د دغو کږ لاريو اصلي راز د دنيا په خوندونو پورې د زړه تړون دے. د انسان ګروهنې او ميلانونه د يو لړ افکارو تر اغيز لاندې جوړيږي او لورے اخلي. انسان فطرتا له خپل ژوند سره مينه کوي دا ځانګړتيا يوازې په انسان کې نه ده بلکه خداي تعالی ټول ژوندي مخلوقات داسې پنځولي دي چې له خپل ژوند سره مينه لري او تر خپله وسه د هغه دفاع کوي له ژوند سره مينه د هر ژوندي ساري د بقا لازمه ده له دې امله هر مخلوق په هغه څه سره چې د ژوند لاره يې وي لکه خوراک او څښاک سره مينه لري ځکه چې بې له هغو يې ژوند په خطر کې لويږي، انسان هم له دغه قاعدې مستثني نه دے.

دغه اصل ته په پام سره ويلے شو چې له ژوند سره مينه کول ناخوښه چاره نه ده او د خوراک او جامې وغيره لپاره هڅه که د ژوند د دوام لپار ه وي دنيا طلبي ورته نه شو ويلے او مذمومه نه ده بلکه د خداي غوښتنه ده ځکه چې که داسې نه وي نو خلقت به عبث شي او د خداي حکمت باطليږي د دې په اپوټه قران د خداي له نعمتونو په استفادې ډير ټينګار لري قران د خداي نعمتونه يو يو شماري او بيا وايي چې مونږ دا نعمتونه ستاسو لپاره پيدا کړي دي له هغو استفاده وکړئ. د دغو نعمتونو او له هغوي د استفادې ذکر د دې بيانوونکے دے چې له ژوند سره د انسان مينه او د ژوند د دوام لپاره له الهي نعمتونو استفاده بد کار نه دے ټولې فطرې غوښتنې خداي تعالی د هر مخلوق په وجود کې ايښي دي چې ورنه کار واخلي دا کار دنيا غوښتنه او دنيا طلبي نه ده بلکه د دنيا طلبۍ بدي په دې کې ده چې ګروهنې او غوښتنې د کومې عقيدې او نظر په اساس وي.

ناپوهي او دنيا طلبي، د انحراف لوي لاملونه

په کلي ډول ويلے شو چې د امام حسين د وخت په ټولنه کې د انحراف او ځوړتيا دوه لاملونه موجود وو: لومړے دا چې په حقايقو او ديني تعليماتو په تيره بيا د اهلبيتو په هکله د خلکو پوهه کمه وه په هغه زمانه کې هم ډير خلک سيکولر وو يعنې دين او حکومت يې د يو بل متضاد څيزونه ګڼل او باوري وو چې حکومت بايد د خلکو په لاس کې وي او هغوي بايد وتوانيږي هر څه چې وغواړي وکولے شي. خلک حق لري د پيغمبر زيات عمره صخر د حکومت لپاره غوره وګڼي او بيعت يې وکړي. دا چاره له دين سره اړه نه لري. نو سيکولرزم څه نوې مسله نه ده او د رسول الله مبارک له وفاته وروسته له هماغه اولې ورځې د اسلام په تاريخ کې پيل شوې ده ډير هغه کسان چې له امام حسين سره وجنګيدل حکومت ولايت او بيعت يې دنياوي چاره ګڼله نه ديني. له دې امله هغوي ګومان کاوه چې په دې مسله کې بلکل اختيار لري او کوم مسووليت نه لري. حال دا چې دا چاره يو ډير لوي مسووليت او ذمه واري ده. او د ولايت مسله تر لمانځه زيات اهميت لري. و لم يناد بشئ کما نودي بالولاية.[40] (خلک د ولايت هومره هيڅ څيز ته نه دي بلل شوي) له يزيد سره بيعت يعنې د مسلمانانو دين ناموس وينه مال او ځان هغه ته سپارل. راي (ووټ) ورکول او بيعت د اسلام له نظره يوه فرض او مسووليت دے. او خلکو بايد تحقيق کړے وے چې ايا تر يزيده زيات د بيعت لپاره څوک غوره شته که نه. خو هغوي وويل مونږ څو کاله د پيغمبر په زمانه کې له مشرکانو سره وجنګيدو او د حضرت علي په زمانه کې ډير کلونه له خپلو وروڼو سره په جمل صفين او نهروان جنګونو کې جنګيدلي يو اوس غواړو يو داسې کس مشر شي چې د جنګ امر ونه کړي. له دې غافله چې جهاد چې کله د معصوم امام په امر وي د لمانځه په شان واجب دے او د حکومت لپاره د يو صالح کس غوره کول تر لمانځه ډير مهم دي. ځکه چې هره رايه او ووټ د خلکو په ځان مال او ناموس د يو کس په واکمنولو کې شريکه ده په دې ډول چې که دغه کس د اسلام په خلاف کوم قانون جوړ کړ تر هغه وخته چې دغه قانون اجرا کيږي هغه ټول کسان چې ده ته يې رايه ورکړې ده په ګناه کې يې شريک دي نو د راي او ووټ ورکولو خبره حتیٰ که هغه د پارليمان او قامي جرګې غړيو ته هم وي دومره وړه خبره نه ده بايد داسې کسان وپيژنو چې غوره وي او خدای او د خدای وليان ترې راضي وي. دغه خبرې ته بې پامي د پيژندلو له کمزورۍ سرچينه اخلي او د اسلامي ټولنې لپاره يې خطر د امام حسين تر زمانې زيات دے. په هغه وخت کې د امام حسين دښمنان يوازې د کوفې او شام څو خلک وو او نن ټول لوي هيوادونه د اسلام دښمنان دي. په هغه زمانه کې امريکا او نورو کفارو د امام حسين په وژلو کې لاس نه درلود او سست عنصره او بې وفا مسلمانانو چې ايمان يې کمزورے و اسلام ګواښه خو نن ټول لوي هيوادونه اسلام او ايران خپل دښمن ګڼي. او لا هيله لري چې د اصلاحاتو (ريفارمز) په نامه د اسلام جرړه وباسي. زمونږ د خلکو شعور او پوهه هم د هغه زمانې تر خلکو ډيره زياته ده زمونږ خلک په اسانه د هر اواز پيروي نه کوي خو په هغه زمانه کې هم حتیٰ ځنيې کسان چې له مکې څخه د امام حسين ملګري شوي وو ځينې په لاره کې او ځينې د عاشورا په شپه ستانه شول او د يو روايت مطابق يو شپيته او د بل مطابق دوه اويا کسان پاتې شول په سلګونو کسان کله چې پوه شول چې خبره شهادت او وژلې ته رسيږي يو يو دوه دوه، او ډله ډله يې امام حسين پريښوده او لاړل.

سرچینې

 [15] . دا بحث کابو شل کاله مخکې زمونږ په هيواد کې مطرح شوے دے . ايا موجود څيزونه او بايدونه (هغه څه چې پکاره ده وي) له يو بل سره اړيکي لري که نه؟ او ايا بايدونه له موجودونو څيزونو پيدا کيږي که نه؟ له انقلابه مخکې په دې هکله ډير بحئونه کيدل چې د خداي په مهربانۍ حل شوي دي. دغه بحثونو اخر دا نتيجه ورکړه چې په يوې معنا بايدونه له هستونو او موجودو څيزونو راوځي . او په ځينو هستونو عقيده د ځينو خاصو هستونو د پيدا  کيدو سبب کيږي.

 [32] . خوارزمي، مقتل الحسين، ١ ټوک،  ١٥٨ مخ.

[33] . البته بايد پام ولرو چې دغه کسان په کربلا کې نه وو او د امام مطلب دا دے چې دا کسان لا ژوندي دي او په مسلمانانو کې دي.

[34] . محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٣٦ ټوک، ٢٨٨  مخ.

[35] . مراجعه وکړي:  محمد باقر مجلسي، بحار الانوار، ٤٥  ټوک،   ٤٧ مخ ،  او ٥٣ ټوک،  ١٥ مخ.

[36]. د حج سورت  (٢٢)،  ١١ ایت.

[37]. البته د هغه د سپايانو شمير يې تر يو لک شل زرو هم ياد کړے دے.

[38] . د حج سورت (٢٢)،  ١١ ایت.

[39] . تير سند

[40] . کليني، کافي، ٢ ټوک،  ١٨ مخ.

کلیدي کلمې: