د اروا پيژندنې له مخې د دعا فايدې

دا حقيقت دی چې انسان هر څومره چې په خپلو نفسياتو کنټرول ولري په هماغه اندازه د خيالاتو په راټولو قدرت لري. او د زړه او دماغ غږملتيا او دخيالاتو هماهنګی د انسان د ارادي قوت په اساس بڼه خپلوي.د دغه طاقت حقيقت چې هر څه وي خو له شتونه يې انکار نه شو کولی او تجربه شاهده ده چې په خپل هدف کې عموما هغه کسان کاميابيږي چې د غه طاقت ولري.د دې په اپوټه د کومو کسانو چې خيالات خواره واره وي هغوي په لالهاندۍ کې ژوند کوي. او منزل ته نه رسيږي.د ارادې د قدرت د پياوړتيا لپاره د يقين ضرورت دی ځکه چې دارادې مزبوتيا د يقين په پوخوالي پورې تړلې ده. ځکه چې اراده له غير يقيني او شکمنو څيزونو سره هيڅ اړه نه لري.نو تر هغه وخت چې يقين کامل نه وي اراده هم نه شي بشپړه کيدی. له بلې خوا مقصد ته درسيدلو لپاره چې کوم توکي پکار دي هغه يوازې دوه دي.يوه اراده او دوهم يقين.خو هر يو سړی دا طاقت نه لري چې نیغ په نیغه دغه دوه څيزونه لاسته راوړي بلکه د دې لپاره داسې څيزونو ته اړتيا ده چې زړه او دماغ د يقين د حالاتو منلو ته چمتو کاندي. او هغه دعا ده چې منزل ته د دغه دوو څيزونو په رسولو کې مرسته کوي.په دې ډول چې د دعا اصل حقيقت د کايناتو له سرچينې يعنې خدای سره اړيکي ټينګول او دهغه د هغه طاقت او قدرت کتل دي چې هغه ذات د هر حاجت پوره کوونکی او د هر مشکل په اواري قادر دی. په دې کتلو سره انسان خپل حاجتونه او اړتياوې په خدای پورې تړي او ورو ورو چې دغه اړيکي او د مشکلاتو په هواري د هغه د قدرت تصور کلکيږي د شکونو تيارې ختميږي او درڼا څرکونه څرګنديږي.او د بنيادم خيالات يو خوا بل خوا د لالهاندۍ او د وړو وړو خدايانو په استانې د سر د ټيټولو په ځای په يو مرکز راغونډيږي.چې د دې په نتيجه کې يو متذبذب او دوه زړی سړی چې په هر يو څيز کې په شک عادت لري او له فکری استقامته محرومه وي په خپل زړه کې يقينياتو ته ځای ورکوي.په دې طريقې له له ټولو وسيلو مخ اړوي او د هيلې په يوازيني مرکز پورې ځان تړي چې له امله يې په ذهن او دماغ کې غږ ملتيا پيدا کيږي.او په انسان کې دخيالاتو د راغونډولو طاقت پيدا کيږي.چې نتيجه يې د ارادې د قوت پياوړتيا ده. غرض دا چې دعا د هوډ او يقين سر چينه او يقين هم د کاميابۍ بنسټ دی.

د دعا بله ګټه دا ده چې انسان ضرور د خپل ژوند په ټيټو هسکو کې له داسې شيبو سره مخامخيږي چې د انسان اميدونه پکې د نهيلۍ له کاڼو او بندونونو سره مخامخيږي او اضطراب ته د تسلۍ ورکولو او ټولې هيلې او د اميدونو ټول مزي شليږي د دغه نامرادۍ او نهيلۍ په وخت کې انسان فطرتا په يوې تکيې پسې ګرځي چې دهغه د اضطراب او پريشانۍ چاره وکړي او که هغه دا فيصله وکړي چې اوس نو هيڅوک هغه نه شي بچ کولی نو بيا له هغه سره هيڅ ډول سهارا او تکيه نه پاتې کيږي چې دهغه لاس ونيسي او نا اميدۍ له ګړنګونو يې وژغوري او که په دغه ډول لاچارۍ او نهيلۍ کې انسان ته يقين وي چې يو لوی قدرت او بر لاس هغه له دغه ستونځې او بوختې راويستلی شي نو نو يقينا چې هغه ته رجوع کوي نو په دغه وخت کې يوازې يقين داسې څيز دی چې د پريشانۍ وريځې ليرې کولی او انسان د دنيا له پرله پسې ماتو او ناکاميو وروسته نااميدۍ ته نه پريږدي او بنيادم د ناکاميو او نامراديو په يرغل کې د خپل عاقبت دکاميابۍ په يقين سره د خدای چاره سازۍ ته هيله من کيږي نو کله چې د انسان د صبر پيمانه ډکه شي او دسکون قافله يې چور شي او د کاميابۍ او برياليتوب ټولې لارې بندې او ورکې شي نو په دغه ډول اضطرابي حالت کې پاک رب ته زاري او دهغه بلل او هغه ته د خپل کړاو او مصيبت د داستان اورول د انسان د سکون او کراري سبب کيږي او د انسان ياس او نهيلي په اميد او رجا بدلوي. چې له امله يې انسان د خپلو پرشانو او پريشانو طاقتونو په راغونډولو سره په نوي هوډ اوپياوړې ارادې سره  له هر ډول پيښو سره د ډغرې لپاره چمتو کيږي او د همت شکنۍ په بوږنوونکي ګړنګ کې له غورځيدو ژغورل کيږ ي.

د دعا دريمه فايده دا ده چې په دې سره د عبد او معبود اړيکي کلکې او د عبوديت او الهيت مزي مزبوتيږي. ځکه چې کله دانسان ټولې سهارې او تکيې ختمې شي او هر لور ته نااميدۍ وريځې خپرې وي نو او له خدايه پرته د هيلې بل کوم مرکز نه تر سترګو کيږي نو د اړتيا او بې وسۍ احساس او عجز او ناتوانۍ جذبه د انسان زړه اړ کړي چې د هغه ذات جبروت او جلال ته په تسليميدو سره دهغه ور وټکوي او دا کار د انسان اوده ضمير راويښ کړي چې له امله يې انسان له ټولو اسبابو او لاملونو بې تعلقه او بې نيازه يوازې له خدای سره مينه کوي او هم هغه ته جاورځي او له هغه د خپل درد درمان غواړي. او دا مينه او تقرب انسان د د معبود دتقرب لوړې درجې ته رسوي.

د دعا څلورمه فايده دا ده چې په دې سره د خدای په طاقت او قدرت باور زياتيږي.او په خپل طاقت د انسان اعتماد ختميږ ي.کله چې يو انسان دعا په نتيجه کې له يو مصيبته خلاص يا په يو کار کې بريالی شي نو هغه ته يقين پيدا شي چې دا هر څه دخدای د ذات کمالات او کارسازي ده چې د انسان خپل قدرت او طاقت پکې څه رول نه لري. د دې په نتيجه کې انسان په هره موقع د خدای په طاقت او چاره سازۍ په تکيه کولو روږدی شي او په خپل وس اعتماد او باور نه کوي. او دعبوديت اصل جوهر همدادی چې انسان په پوره توګه د خدای په برلاسی ايمان ولري او دا د دعا يو لازمي اثر دی.

د دعا پينځمه فايده داد ه چې په دې سره د کبر او غرور توپانونه او سرغړاوي سيلاوونه ختميږي ځکه چې د سوال او غوښتنې په وخت انسان داسې حرکات او اعمال کوي چې د عجز و انکسار او د بې وسۍ او تذلل اسرار لري. لکه مثلا لاسونه پورته نيول د خدای په در کې ژړل، په سجدې پريوتل، په خپلو ګناهونو او بې وسۍ اقرار او دخپلې لاچارۍ اظهار دا ټول کارونه په انسان کې د کبر او سرغړونې احساسات ختموي  او د انسان ټول عملونه د عجز او تواضع په چوکاټ کې راځي.

کلیدي کلمې: